ایکنا د صدای البلد له قوله راپور راکړ، د مصر د مهشور قاری او مداح اونعت خوان شیخ عبدالسمیع بیومي د رحلت درې څلویښتمه کلیزه ده. هغه ۴۳کاله مخکې په ۷۵کلنۍ کې په قاهرې کې د قرآن دتلاؤت او ددیني نغمو او نعتونو په وړاندې کولو پسې له دنیا سترګې پټې کړې.
شیخ عبدالسمیع بیومي محمد عیسی په ۱۹۰۵ کال کې په منوفیا ولایت کې زیږیدلی ؤ . هغه قرآن کریم په ابتدائي مدرسې کې د شیخ حسن الجریسي په نظارت او زیار سره او وروسته د شیخ حسن صبح په نزد په اوه ګوڼه قرآئتونه زده کړل او همداراز د مو سیقۍ مقامات ئې هم د درویش الحریري په نزد کې زده کړل.
شیخ عبدالسمیع بیومي هم دخپل پلار په شان چې د باجور کلي یو مذهبی نعت خوان او مداح ؤ ،دیني نغمې به ئې وئيلې او ډير مشهور شو او وروسته ئې په قاهرې کې دقرآن کریم تلاؤت او ددعاګانو او دینی نعت خوانۍ ته دوام ورکړ او په خپل خوږ او په زړه پورې غږ په دلیل او دغه راز په دقت سره داجرا په وجه ډير زر مشهور شو . هغه له شیخ علی محمود او شیخ طه الفشني او شیخ محمد الفیومي سره یو ځاي د خپل وخت د مشهورو نغمه ویونکو برخه شو.
عبدالسمیع بیومي دعاګانې ،آیتونه اودیني نغمې چې د مصر د مذهبی نغمو او نعتونو پّ هنر کې پټې خزانې وې ، په ریډیو کې وړاندې کړې.
هغه لومړنی قاري ؤ چې په نزدې ختیځ ریډیو کې ئې د قرآن کریم ځينی سورې ریکارډ کړې. دغه ریډیو په ۱۹۴۰کال کې د انګریز نیواکګرو له خوا تاسیس شوی ؤ ،تراوسه پورې هم دهغه د بقرې سورې او نساء سورې تلاؤتونه موجود دي .
هغه همداراز په ۱۹۶۰لسیزې کې له محمد سبع او احمد اباظله سره یوځاي د مصر دټيلیویژن لپاره د ؛نړۍ له هدایته وځلیده ؛ په څير مشهورې دیني نغمې او نعتونه ضبط کړل چې تر اوسه پورې مشهور دي.
شیخ عبدالسمیع بیومي په هغه مهال کې د قرآن کریم دریډیو دمشر د ډير ټینګار په دلیل، د عمر له زیاتوالي اوسختې ناروغۍ سره سره ، د خپل عمر تر وروستیو پورې په ریډیو کې د سهار له لمانځه وروسته نعت او نغمو اجرا ته دوام ورکړ. هغه پخپل ژوند اوهنر کې تل سادګي مهرباني او له شهرته لیریوالی تعقیبوه.
شیخ عبدالسمیع بیومي تل پخپل درست عمر کې ، دقرآن کریم تلاؤت او د دیني نغمو وړاندې کول پرې نښودل او له مړینې وروسته په قاهرې ښار کې په منطقه الدارسه کې دخپلې کورنۍ په هدیرې کې خاورو ته وسپارل شو. یاد اوخاطره ئې تل ژوندئ.
https://iqna.ir/fa/news/4182589